مهترلام/ باختر/ د زمري٣١مه
د ملي اردو دوه سرتېري په لغمان کې د يوه ماين په چاودنه کې ټپيان شول.
پېښه پرون ناوخته په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو د د سپرلۍ ټانک په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي د باخترآژانس خبريال ته وويل، په چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي، خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ