خبرونهTOPټولنهروغتیا

د هېواد په کچه د ۲۸۵ روغتونونو د جوړېدو لړۍ روانه ده

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې اوسمهال د هېواد په کچه د ۲۸۵ روغتونونو د جوړېدو لړۍ روانه ده.
ډاکتر قلندر عباد زیاته کړه، چې د هیواد په ۹۰ ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه فعال دي او پلان لري، چې په پاتې نورو ولسوالیو کې هم د ولسوالیو په کچه روغتونونه جوړ کړي.
نوموړي وویل چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ۲۸۵ اته بستریز روغتونونو د جوړېدو لړۍ روانه ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه چې سلګونه کسانو مو بېلابېلو هېوادونو ته د تخصصي پروګرامونو لپاره لېږلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته