کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه
د بغلان څلويښتو مالدارو ښځو د شېدو غواګانو د ښې ساتنې او تغذيې په باب په يو روزنيز پروګرام کې ګډون وکړ .
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست يوه مسوول سيد نور اغا سادات د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغو څلويښتو ښځو پنځه ورځې د شېدو ورکوونکو غواګانو د تغذيې په برخه کې زده کړه وکړه، چې په مټ به يې وکولاى شي له خپلو غواګانو څخه زياتې شېدې ترلاسه کړي او خپل اقتصاد پياوړي کړي.
ختم_ ج _ اکرم