خبرونهاقتصاد

په هرات کې د بهي حاصلات زیات شوي دي

هرات / د لیندۍ / ۲۶ / باختر
په هرات کې د بهي حاصلاتو د تېر کال په پرتله په سلو کې څوارلس سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د وړاندې شویو شمېرنو له مخې، سږکال د هرات له بڼونو څخه ٣٤٠ ټنه بهي تر لاسه شوي دي، په داسی حال کې چې تېر کال د دغې مېوې حاصلات ٢ زره ٣٨ ټنو ته رسیدلې وو.
په هرات کې د اوبې او چشت شریف ولسوالۍ د بهي اصلي تولید کوونکې دي.
د هرات په سیمه یيزو بازارنو کې یو کیلو بهي په منځنۍ ډول ٥٠ افغانۍ پلورل کیږي.
د هرات بهي د افغانستان په داخلي بازارونو کې پلورل کیږي او زیات پېرېدونکي لري.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته