-کابل باختر د لړم اوومه :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نوي نښته کې ووژل شول .
جګړه نن سهار دترينکوت ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دروزګان ولايت يوه پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ددغې ډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ