نړۍ

د کاسوو پارلمان نوى جمهور رئيس وټاکه

پرسيتنيا ايرنا  باختر دکب دمياشتې  ٨  :
د کاسوو پارلمان تېره شپه د دموکراتيک ګوندمشر هاشم تاچي په ٧١ موافقو  رايو سره د نوي جمهور رئيس په توګه وټاکه.
ايرنا د بالکان د خبري رسنيوله خولې خبر راکړ: 
هاشم تاچي په پارلمان کې د ټولپوښتنې په لومړي او دويم پړاوکې ونه کړاى شول د استازو ٨٠ رايې چې د جمهور رئيس د ټاکنې لپاره ورته اړتيا ده، ترلاسه کړي.
که چيرې د جمهوري رياست نوماندپه پارلمان کې د ټولپوښتنې په لومړي او دويم پړاوکې ونه کړاى شي د ٨٠ تنو استازو ملاتړ ترلاسه کړي؛ په دغه صورت کې په دريم پړاوکې له٥٠+١ رايې سره چې د استازو ٦١ رايې کيږي؛ کولاى شي  د جمهوررئيس په توګه وټاکل شي.
تاچي  همدا اوس د کاسوو د صدراعظم مرستيال او دبهرنيو چارو وزير دى. د کاسوو د استازو مجلس ١٢٠ استازي لري .
کاسوو له سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخه ده او هلې ځلې کوي چې د اروپا له اتحاديې سره د پيوستو ن په بهيرکې په پرمختګ او د بلګراد او پرستنيا ترمنځ د اړيکو د عادي کولو په بهيرکې د مثبتو ګامونو په اخيستلو سره تر يوې اندازې پورې په دغو ستونزو بريالى شي.
د کاسوو د يو مليونو ٨٠٠زره کسيز وګړو کابو دريمه برخه وزګاره ده او خلک  د ناوړه ټولنيز حالت او دغه راز د مالي فساد له امله ناخوښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته