امنیت

دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
په  هلمند ولايت کې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .
دغه ډيپو دلښکرګاه ښار بازار ته څيرمه دوسله والو طالبانو له يوه پټنځي  څخه کشف شوې ده .
دافغانستان په جنوب کې  دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې له دغه ډيپو  څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل   ، يوه اندازه چاوديدونکي توکي او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ده وويل: وسله وال طالبان له دغه ډيپو څخه د ډار اچوونکو بريدونو لپاره استفاده کوله .
ديوبل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې په نويو بريدونو کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان  اوښتى دى .
دغه بريدونه چې تيره شپه دهلمندولايت په ځينو سيموکې په تيره بيا په لښکرګاه ښار کې دوام وکړل  ديارلس تنه  ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په هلمند ولايت کې يو امنيتي مقام وايي چې په دغو طالبانو  ځمکني او هوايي بريدونه وشول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته