امنیت

په هلمند کې د وسله والو طالبانو پنځه پتنځایونه له منځه وړل شوي دي

لښکر ګاه باختر د وري د میاشتې ۲۷ مه
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پنځه پتنځایونه له منځه وړل شوي او یولس ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، افغان ځواکونو د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي.
سرچینه زیاتوي دغه عملیات چې د نهر سراج ولسوالۍ په یخچال او کمپرک سیمو کې ترسره شوي پکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته