-کابل باختر د لړم نهمه :
په هلمند ولايت کې دکوماندو دځواکونو په بريد کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ټيک هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو .
دافغانستان په جنوب کې دکوماندو دځواکونو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغه بريد کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دې بريد کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ