فرهنګ

د سيمه ئيزتفاهم د پراختيا اوپه سيمه کې د کړکيچ د کموالى لپاره کنفرانس جوړ شو

کابل باختر دليندي شلمه :
د افغانستان د ميديوتيک موسسې له خوا په سيمه ئيز متقابل تفاهم کې د رسنيو د رول په باب نن  په کابل کې کنفرانس جوړ شو .
دغه کنفرانس د افغانستان، پاکستان او د تاجکستان د هيوادونو د رسنيو ترمنځ د افکارو د تبادلې په مقصد د آلمان د سفارت په مالي همکارۍ د دغو هيوادونو د خبريالانو او د هيواد د رسانه يي په چاروکې د ځينوکارپوهانوپه ګډون جوړ شو.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: ددغه کنفرانس دکارپه پيل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام دسيمه ئيزو مطالعاتو دمرکز د رييس عبدالغفور ليوال له خوا ولوستل شو چې پکې ويل شوي دي: ډيرخوښ يم چې د افغانستان د ميديوتيک موسسې د سيمه ئيز تفاهم د پراختيا او په سيمه کې دکړکيچ دکمښت په مقصد دغه شان کنفرانسونه جوړوي او دا چې په سيمه ييزتفاهم کې د رسنيو رول ترعنوان لاندې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان خبريالانوته يې بلنه ورکړې ده چې په دغه کنفرانس کې شريک شي او په سيمه کې د اعتماد او تفاهم د فضا برابره او په سيمه کې د کړکيچ د کمښت د رسنيو د رول په باب خبرې وکړي.
دحامدکرزي په پيغام کې هيله شوې ده چې خبريالان دې سديمي د ډيرې ارزکښتناکې موضوع په باب خبرې وکړې او د سيمې  هيوادونو ته داسې پيغام وړاندې کړي چې ددغه کنفرانس هدف تامين کړي.
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  پيغام ددغه وزارت دخپرونو د چارو دمعينې سيمين حسن زاده له خوا ولوستل شو چې پکې ويل شوي دي: په نننۍ نړۍ کې د رسنيو رول او رسالت له بل هر وخت څخه زيات دى . رسنۍ کولاى شي د ډيرې اغيزمنې وسيلې په توګه د نړۍ ملتونه سره نږدې کړي. د انسانانو ترمنځ ديوبل منلو او مينې ته پياوړتيا ورکړي  او په دقيقو خبر ورکولو سره د نړۍ ملتونه ديوبل له حال او احوال  څخه خبرکړي.
وروسته د افغانستان د ميديوتيک موسسې رييس حميدالله ځاځي د دغه کنفرانس دجوړولو په باب خبرې وکړې .
وروسته په کابل کې دالمان سفارت سياسي سلاکارفبينان اوتون د افغانستان خلکو سره په فرهنګي او د رسنيو په برخه کې د خپل هيواد د همکاريو په باب توضيحات ورکړل.
وروسته استاد نصرالله ستانکزي، عبدالرسول رحيم او د پيښور ښار د ژورناليزم پوهنځي رييس په يو آزاد بحث کې د کنفرانس دګډون کوونکو پوښتنوته ځوابونه وويل.
دکنفرانس کار سبا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته