امنیت

چاوديدونکي توکي ترلاسه شول

کابل باختردسلواغي دولسمه :
د فارياب ولايت پوليسو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل.
په دغوتوکوکې د توپونوګولۍ او دګاز ډبې شته چې د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې په يوه سراچه ډوله موټرکې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل .
د فارياب ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل باخترآژانس ته وويل: دغه مهمات او چاوديدونکي توکي د پوليسو اودملي امنيت دکشفي ارګانونوله خوا مخکنۍ خبرتيا له مخې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهري ددغه خبرپه تاييدولو سره وايي: ددغې پيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي دي اوکشفي او امنيتي ځواکونه د هغوى د پيژندنې او نيولو په لټه کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته