کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
٢٠ وسله وال طالبان تېره شپه په قندهار کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، د هېواد هوايي ځواکونو تېره شپه د قندهار دامان ولسوالۍ په ماکن او باغ په کليو کې د تروريستانو په پټنځيو برېدونه وکړل چې په پايله کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او د دښمن يو موټر، يو موټرسايکل او پوځي تجهيزات له منځه يوړل شول .
ختم _ج _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ