امنیت

جمهوررئیس حامد کرزي د لښکر ګاه ښار اړوند په یوه هدیره کې ماین ایښودنه په کلکه وغندله

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار اړوند د صافیانو په ادیره کې هغه ماین ایښودنه چې د ماشومانو په شمول یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله  واړوله، یو غیر اسلامي عمل وباله.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوى دى

د هلمند د والي د دفتر د معلوماتو له مخې نن سهار د لښکرګاه ښار اړوند د صافیانو په ادیره کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا دوه ځای پرځای شوي ماینونه وچاودیدل چې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او نهه تنه نور ټپیان شول چې په ټپیانوکې څلور ماشومان هم شامل دي.

حامدکرزي دغه تروریستي عمل په کلکه وغانده اووې ویل: د افغانستان د خلکو دښمنان دومره ذلیل او کمزوري شوي دي چې ان د اختر په مبارکو ورځو کې چې د مسلمانانو د خوښیو د لمانځلو اسلامي جشن دی، د افغانانو خوښي نه شي زغملای او د ماینونو په ایښودلو سره د دې خاورې بې ګناه خلک په شهيدانوى او د هغوی کورنۍ د غم په ټغر کینوي.

 د هېواد جمهوررئیس د دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل ترسره کوونکي د اسلام دښمنان وبلل او وې ویل دغه جنایتکاران چې د مسلمانانو په وینو یې لاسونه سره دي، هیڅکله به هم د لوی خدای له عذاب او د افغانستان د خلکو له کرکې او نفرت څخه خلاصون و نه مومي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته