امنیت

په غزني کې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو په پرونيوګډو عملياتوکې ٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٤ تنه نور يې ټپيان شول.
د تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نورمل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د غزني ولايت د قره باغ، آب بند او د اندړو ولسواليو په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې د دوو قوماندانانو په ګډون ٧تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤ تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته