امنیت

امنيتي ځواکونو يوشل کيلويي بوشکه چاوديدونکي توکي کشف کړل .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :

امنيتي ځواکونو ديوې شل کيلويي بوشکې  چاوديدونکو توکو  په کشفولو سره تيره شپه په فراه ولايت کې  ديوه تروريستي او ورانکار عمل مخه ونيوله .

دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال  باهر د باختراژانس خبريال ته وويل  طالبانو غوښتل چې دغه توکي دفراه ښار په مربوطاتو کې  په يوګڼ ميشت ځاى کې ځاى پرځاى کړي چې  دامنيتي ځواکونوله خوا هدف ته له رسيدومخکې  دغه توکي کشف او له منځه يوړل شول .

يوه اړونده خبرځاى وويل چې ترلاسه شوي توکي دانجنيرۍ  دټيم له خوا شنډ کړى شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته