ښوونه او روزنه

نهه زره تنه ميرمنې او نارينه وروزل شول

ايبک باختر دکب دمياشتې١١:
په  سمنګانو ولايت  کې نهه زره  تنه ددغه ولايت د پوهنې رياست  د ليک لوست د زده کړې  دآمريت له  لارې وروزل شول .
دسمنګانو ولايت دپوهنې رياست دليک لوست دزده کړې   آمر فيروزالدين احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل :   په روان کال کې ددغه امريت له لارې نهه زره تنه  چې دبيلابيلو عواملو له امله  د ليک لوست د زده کړې له نعميت څخه  بې برخې شوي و  روزلي دي  او ليک لوست يې  زده کړى دى.
احمدي زياته کړه : چې د پوهنې وزارت د ليک لوست  د زده کړې  دمعينيت له پلان سره سم  له  زده  کړې سره  دکم سوادو کسانو دعلاقمندۍ  دزياتوالي له امله  په  ١٣٩٥ کال کې ددوى فعاليتونه زياتيږي او تاکل شوې ده  نهه زره تنه نور هم دسمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې  دليک لوست دزده کړې په پروګرامونو کې شامل شي .
د سمنګانو ولايت دپوهنې رياست  د ليک لوست دزده کړې د آمر دڅرګندونوله مخې هغه کسان چې  دليک لوست دزده کړې په پروګرام کې شامليږي  ښځې او نارينه  او د کوچيانو په  ګډون  د ټولنې له  بيلابيلو قشرونو  څخه  دي  چې دبيلابيلو عواملو له امله په تيره بيا د تيرو کلونو دناامنيو له امله  د ليک لوست  د زده کړې   له نعمت څخه بې برخې پاتې شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته