کابل باختر د ثور ٢٦:
دملي وحدت دحکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار ديو هيئت په مشري هرات ته سفر وکړ .
دحامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې سفر کې ډاکتر عبدالله عبدالله او ملګري هيئت يې دهرات په دريم صنعتي نندارتون کې ګډون کوي . او دغه راز ددغه ولايت دولتي ادارې هم ګوري .
دملي وحدت دحکومت له اجراييه رييس سره په دې سفر کې دعامې روغتيا ، انرژۍ اواوبو ، دښځو دچارو وزيران او دګرځندوى په چارو کې ددولت وزير او ديوشمير خپلواکو دولتي ادارو رييسان ملګري دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ