فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نويو کارکوونکو په روزنيز پروګرام کې زده کړې وکړې .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پنځه ديرشو تنو کارکوونکو په يوه روزنيز پروګرام کې  له ګډون وروسته نن تصديق ليکونه وويشل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په دې روزنيز پروګرام کې چې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دبشري منابعو درياست له خوا پيل شوى و   هغو پنځه ديرشو تنو کارکوونکو چې دازادې سيالۍ له لارې ددغه وزارت په تشو بستونوکې ټاکل شوي دي دشپږو ورځو لپاره په مديريتي ، پلان جوړولو ، پروګرام جوړولو ، رپوټ ورکولو او دڅيړنې په برخه کې زده کړې وکړې .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او دګرځندوي معين زردشت شمس نويو کارکوونکو ته ددغه شان روزنيزو پروګرامونو جوړول اغيزمن وبلل او ددغه روزنيز پروګرام له فارغانو څخه يې وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه په استفادې سره دکاري چارو دښه والي په لاره کې اغيزمنه استفاده وکړي . دغه راز په دې غونډه کې دسوداګرۍ ، دنجونو دانستيتوت او د اداري او حسابدارۍ دنجونو انستيتوت په پنځه ويشتو تنومحصلانو چې ديوې مياشتې لپاره يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په مربوطاتو کې عملي کارونه ترسره کړل هم تصديق ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته