امنیت

په هرات ښار کې ناکام بمي بريد

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
يوبم چې ويل کيږي دوسله والو طالبانو له خوا په هرات ښار کې ځاى پرځاى  کړى شوى و دپوليسو له خوا  کشف او شنډ کړى شو
  دغه بم پرون ناوخته  دهرات ښار په يوه ګڼ ميشته ساحه کې کشف او شنډ کړى شوى دى . 
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو غوښتل  چې ددغه بم په ښخولو سره په هرات ښار کې  خونړۍ تروريستي پيښه رامنځته کړي .
ده وويل  چې ددغه ناکام  بمي بريد دعا ملينو دپيژندنې لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته