ورزش

دکرکټ ټيم هيواد ته راستون شو

کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  په عربي متحده اراماتو کې په يولړ تمرينونو کې دګډون اودلوبو دترسره کولو وروسته هيواد ته راستون شو.

د باختر اژانس  دخبرله مخې  دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم  دنړيوال جام دترلاسه کولو په سياليو کې له ګډون  داتلوالي له ګټلو اودهالند له ټيم سره په يو  لړ لوبو کې په يوه کې له ماتې  اوپه دوو لوبو کي  دبرياليتوب  له ترلاسه کولو وروسته نن هيواد ته ر استون شو.

دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريدهوتک باختراژانس ته وويل  چې دهيواددکرکټ ملي ټيم په عربي متحده  اماراتو کې داووه ديرشو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دنتيجو دجدول په دويمه ليکه کې ځاى ونيوه

ټاکل شوې ده  د ٢٠١٢  ميلادي  کال دجولاي  په مياشت کې په څلور  ورځينو سياليو کې دهالند  له ټيم  او دسپتمبر په مياشت کې په سريلانکا کې دنړيوال جام په شل اوره سياليو کې ګډون وکړې.

دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دهيواددکرکټ ملي ټيم ته  دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيل وال  او دکرکټ  بورد ځينو مسوولينو هرکلي ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته