ورزش

دهيواد داوولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي ټيم لوبه دکوربه هيواد دټيم په وړاندې بايلو ده .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
له اوولس کلنې څخه ښکته دفوټبال ملي ټيم دبنګله ديش ټيم په وړاندې لوبه بايلوده .
  دفوټبال فدراسيون وياند علي کاظمي نن دباختراژانس خبريال ته وويل داسيا دجنوب دفوټبال سيالۍ چې له يوې اوونۍ راپديخوا دشپږو ټيمونو ترمنځ دبنګله ديش په کوربه توب پيل شوې  دي دافغانستان ټيم په بى ګروپ  کې په لومړۍ لوبه کې ددوو په وړاندې په څلورو سره دمالديف ټيم ته ماتې ورکړه  او دويم لوبه کې  دنيپال په وړاندې  بايلوده او د وروستي  پړاو  په لوبه کې چې پرون ترسره شوه دهيواد له اوولس کلني څخه ښکته دفوټبال  ملي ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره  لوبه  دکوربه هيواد دټيم  په وړاندې بايلو ده .
ټاکل شوې ده دهيواد له اوولس کلنې  څخه ښکته دفوټبال  ملي ټيم سبا هيواد ته راستون شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته