ټولنه

په سمنګانوکې د څه د پاسه شپږ زره کورنيو د اوبو د نشتوالي ستونزې حل شوې

کابل/ باختر/ د زمري٣٠مه
په سمنګانوکې د کليو  د بيارغاونې او پرمختيا رياست د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري د ٢٧ ټولګټو پروژو د کار له بشپړېدو وروسته د دغه ولايت څه د پاسه شپږ زرو کورنيو ته اسانتيا برابره شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دغو پروژوکې د څښاک د روغتيايي اوبو د زېرمو جوړول، د څښاک روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل، د استنادي دېوالونو جوړول او د ٢٤٠ مکعب مترو اوبو په ظرفيت د اوبو د يوه سرپټي مخزن جوړول شامل دي چې د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت له بودجې څخه دڅه پاسه ٢٨ ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په حضرت سلطان لسوالۍ کې پيل شوې دي.
د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق وايي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره
د څښاک اوبو له پلوه د ٦ زره ٧٠٠ کورنيو ستونزې حل شوې دي.
دغه راز  دسلو کارګرانو لپاره دکار زمينه برابره شوې وه.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته