کابل، د ليندۍ ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياستالوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته د رياستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت اړوند د نظامي طب پوهنځي، کورنيو چارو وزارت او د پوهنې وزارت د لغوه شويو ادارو د پورونو په تړاو د ياد وزارت پر وړانديز شويو طرحو بحث او په هر اړخيز ډول وارزول شوې او د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.
د ناستې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه، جلاجلا کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.
32 د یوې دقیقې څخه لږ