امنیت

څلور پنځوس تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

_ کابل باخترلړم دمياشتې ٨ نيټه  :
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې  پوليسو او امنيتي بنسټونو د روان کال د تلې په مياشت کې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې څلور پنځوس تنه   د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيولي دي.
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند باختر آژانس ته  خبر ورکړ چې په نيول شويوکسانوکې پنځه ښځې او يو ايرانى تبعه شامل دي.
خبرځاى وويل: دغه کسان  دکابل ، پنجشير، لوګر، زابل، تخار، سرپل، پروان، پکتيکا، پکتيا، ننګرهار، کندز، کونړ، کاپيسا  او د هرات په ولايتونوکې نيول شوي او له هغوى څخه ټول ټال څه دپاسه يو شپيته کيلوګرامه هيروئين، کابو ٥٤ کيلوګرامه مورفين، څه دپاسه زر کيلوګرامه اپين، کابو دوه زره درې سوه څلورڅلويښت کيلوګرامه چرس،  ١٣١٦ کيلوګرامه جامد کيمياوي توکي، ١٦٩٥ ليتره اوبلن کيمياوي توکي او څه دپاسه   ١٩٦  ليتره  الکولي مشروبات  ترلاسه شوي دي.
دغه ټولې قضيې د مسکراتو او د نشه يي توکو د جرمونو پرخلاف د مبارزې  د اختصاصي څارنوالۍ لوى رياست ته ليږلې شوي دي.
د ده د څرګندونوله مخې: په دې موده کې د مسکراتو  او د نشه يي توکو  دجرمونو پرخلاف  دمبارزې رياست دوه اتيا قضيې واکمنو محکمو ته سپارلې دي چې له دې جملې څخه درې څلويښت قضيې ابتدائيه  محکمې ته،  څلرويشت قضيې استيناف محکمې ته  او پنځلس قضيې د افغانستان داسلامي جمهوريت د سترې محکمې دعامه امنيت ديوان ته ليږلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته