– کابل / د وري ٢٣مه / باختر
په پروان کې سمیه ییز مسوولین وايي چې پنځه تنه په دغه ولایت کې د وژنې په تړاو نیول شوي دي.
د جلبل السراج ولسوال سیف الله بیدار د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د ګلبهار د برکلي د یوه اوسېدونکي د وژنې په اړوند نیول شوي دي.
ویل کېږي دغو کسانو درې ورځې مخکې د دغه کلي یو اوسېدونکی په برچې سره وواژه او یو تن بل يې ټپي کړ.
هغه زیاته کړه چې تراوسه د دغې وژنې علت نه دی معلوم، خو د پولیسو څېړنې دوام لري.
د سیمې یو اسېدونکی وايي چې محمد صابر هغه وخت ووژل شو چې له ځمکو څخه يې واښه راټولول.
ختم/ع