امنیت

په هرات کې دپوليسو يو سرتيري اويو افسر شهيدان شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٩ :
په هرات ولايت کې نن له غرمې  وروسته په سړک کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله  دپوليسو يو افسر او يو سرتيري شهيدان اويوبل افسر اويو سرتيري  ټپيان شول.
دهرات  ولايت  دامنيې قوماندانۍ ويندوى نور خان نيکزاد باختراژانس ته وويل  دغه چاودنه  چې دهرات  ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې   وشوه دهرات _ قندهار  دلويې لاري  دټولۍ قوماندان له يوپوليس سره شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
دهرات _ قندهار دلويې لاري دکنډک قوماندان عبدالبصير اومنسوبين يې دګزمې په حال کې و  چې دغه پيښه رامنځته شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته