اقتصاد

جمهوررییس: د عوایدو په راټولولو کې هېڅ پلمه او نرمښت د منلو وړ نه دی

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي عوایدو عالي بورډ غونډې نن له غرمې مخکې، د عوایدو د راټولولو په برخه کې شته ستونزې وارزولې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې ټاکلې موخې ته د مالیې وزارت په نه رسېدو خپله نارضایتي څرګنده او په همدې موخه یې خپلې ارزونې پیل او څو غونډې رهبري کړې.
جمهوررییس غني د افغانستان له خلکو او بین المللي ټولنې سره د حکومت مالي ژمنو ته په اشارې وویل: د عوایدو په راټولولو کې هېڅ پلمه او نرمښت د منلو وړ نه دی. په دې برخه کې شته ټولې ستونزې او خنډونه باید په اساسي توګه له منځه یوړل شي.
د هېواد جمهوررییس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې له کام ایر هوایي شرکت، روشن مخابراتي شرکت، افغان تيلي کام، د تېلو او ګاز شرکت، د ملي پراختیا ملاتړې او عملیاتي ادارې او ټولو پوروړو دولتي او غیر نادولتي بنسټونو څخه دې ډېر ژر مالیې ترلاسه کړي.
محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل: مالیې وزارت دې د عوایدو راټولولو د واضح پلان په چوکاټ کې ټاکلې موخې ته د رسېدو لپاره خپلې عملي هڅې چټکې کړي.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته