امنیت

په فارياب او سرپل کې دنويو نښتو له امله ددرې ديرشو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
دفارياب او سرپل په ولايتونوکې دنويو نښتو له امله درې ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شول .
يوه له دغو جګړو څخه تيره شپه دسرپل ولايت  دکوهستاناتو ولسوالۍ ته دغځيدلې لاره کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو دپوځيانو دګزمې  په کاروان بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شل تنه يرغلګر طالبان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
ده وويل :په  وسله والو طالبانو دکوهستاناتو ولسوالۍ ته په غځيدلي سړک دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې د دوى له خوا ډزې وشوې .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پنځه تنه وسله وال طالبان  نن سهار په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره په  جګړه کې  ووژل  شول او څه ناڅه  درې تنه نور ټپيان شول .
په المار ولسوالۍ  دغه جګړه  دطالبانو په يوه پټنځي  دپوځيانو له بريد وروسته ونښته او کابو يوساعت يې دوام درلود .
  په فارياب ولايت کې  دملي اردو دغه قوماندان وايي چې په دې جګړه کې  پنځه تنه وسله وال  طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي .  ده وويل طالبان په خپل پټنځي  کې ديولړ تروريستي  بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې ډزې پرې وشوې .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې  پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى  اوښتى .
ديوبل خبر له مخې،  دسرپل او فارياب په ولايتونوکې پوځيان ديولړ چاودنو په مخنيوي  بريالي شوي دي .
دغو ځواکونو دسيمې دخلکو په همکارۍ څه ناڅه اته ماينونه چې دسرپل او فارياب دولايتونو په ګن ميشتو سيمو کې ځاى پرځاى کړى شوي  و ، کشف اوشنډ کړي دي .
ددغو دوو ولايتونو پوځي مقامات وسله وال طالبان   ددغو ناکامو بمي بريدونومسوول بولي .
ديوبل خبر له مخې دوسله والو طالبانو دډلې  دجنګي وسايلو يوه  ډيپو په فارياب  ولايت کې کشف شوه .
دغه ډيپو  تيره شپه په قيصار ولسوالۍ کې دطالبانو ترکنترول لاندې ساحه کې کشف شوې ده.
دفارياب پوليس وايي چې په دې ډيپو کې  څو جنګي وسايل او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي  او پوځي جامې ترلاسه شوي دي .
ددغې ډيپو دساتنې  په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته