سیاست

د افغانستان اجرائیه رئیس د ملګرو ملتودسازمان له عمومي منشي سره وکتل

کابل باختر دتلې ١٠ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په نیویارک کي د ملګرو ملتودسازمان د عمومي غونډي په څنډه کې د دغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي د افغانستان د امنیتي او اقتصادي حالت ترڅنګ له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د سیمه ییزو همکاریو پر جلبولو خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس د ملګرو ملتو په چوکاټ او له همدې ادرسه له سوو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي افغانستان هیله لري، له دې ادرسه د مربوطه او باقي نورو ستونزو او ننګونو لپاره اساسي حل لارې پیدا کړي.
ده وویل، چي هیواد یې له بهره د تمویلېدونکي تروریزم قرباني دی او له ملګرو ملتونو هیله لري، چي ددې بهرني تروریزم پر ضد د سیمي او نړۍ په کچه پاملرنه او همکاري جلب کړي.
د هغه په خبره، چې افغانستان د په خپلوپښوددريدو لپاره د یو منظم پلان له مخې روان دی اودې ته اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه ددې پلان په ملاتړ کي خپله همکاري ونه سپموي.
د ملګرو ملتودسازمان عمومي منشي بانکي مون د افغان حکومت له خوا پلان سوي اصلاحات او په دې برخه کي سوي اصلاحات وستایل او زیاته یې کړه، دوی هیله لري، چي په اړوندو برخو کي ژمنه سوي سمونونه مشاهده کړي.
د هغه په خبره، چی نړیواله ټولنه د اوږدمهال مودې لپاره له افغانستان سره همکارۍ ته ژمنه ده او په همدې حال کې هيله لري، چې افغانستان به دې موده کي د پر ځان بسیا کېدني لپاره لازم ګامونه واخلي.
ښاغلي مون وویل، چي تروریزم یو مشترک دښمن او جهاني ننګونه ده او پر ضد یې د سیمي او نړۍ په کچه د اساسي کار اړتیا لیدل کيږي.
ده زیاته کړه، چي دوی د افغانستان له ملي یووالي حکومت او پلان شويو فعالیتونو ملاتړ کوي او ژمن دي، چي ټاکلو هدفونو ته په رسېدو کي خپله ونډه ادا کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس او د ملګرو ملتودسازمان د عمومي منشي ترمنځ په ننۍ کتنه کې د افغانستان له ګاونډويانو سره پر اړیکو او د افراطیت پر ضد د سیمه ییزو هکاریو پر جلبو هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته