امنیت

په هرات کې دهوايي قوتونو داړتياوړ تاسيسات دپرمختيا په حال کې دي

کابل / دسلواغې  ٢٥مه / باختر :
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي دهوايي مفرزې  په کتنه کې په دې حوزه کې دهوايي پوځ  دټولو منسوبانو نه ستړي کيدونکې هلې ځلې وستايلې .
دهرات والي ددغو ځواکونو فعاليتونه دعبادت په توګه وبلل او ويې ويل دافغانستان خلک  دزړه ورو هوايي پوځ په لرلو وياړي
دهېوادپه شينډنډ کې دهوايي لوا قوماندان  بريد جنرال قدرت الله صافي  هم په هرات کې دهوايي  قوتونودپياوړتيا په موخه  داساسي طرحو دبرابرولو  يادونه وکړه  او ويې ويل  چې دهوايي مفرزې   دتمځاى دبيارغاونې اوپراختيا کار پيل شوى دى .
دهوايي مفرزې دتمځي دپراختيا دکار په بشپړيدو  سره به دجګړه ئيزو او ترانسپورتي الوتکو دمنلو ظرفيت دوه برابره شي .
ختم _   ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته