سیاست

د انتخاباتو خپلواک کميسون : تراوسه پورې د راى ورکولو څه دپاسه دوه مليونه کارتونه ويشل شوي دي.

کابل- باختر دلړم دمياشتې ١٧
د انتخاباتو دخپلواک کميسون ويندوى وايي: د راى ورکولو په شرايطو برابر زياتو کسانو د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي.
د انتخاباتو دخپلواک کميسون ويندوى نورمحمد نور رسنيو ته ويلي دي:
دهغو کسانو له جملې څخه چې د رايو ورکولو حق لري؛ تراوسه پورې دوه مليونه اووه سوه زره تنه يې د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي چې نږدې يو مليون تنه يې ښځې دي .
په همدې حال کې نړيوالو آژانسونوخبرورکړي دي چې په ځينو ولايتونوکې دامنيتي ګواښونو له امله خلک نه دي بريالي شوي چې د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي چې د غزني ولايت يوله هغو ولايتونو څخه دى چې خلکو پکې ويلي دي ددغه ولايت په زياتو ولسواليوکې خلک د راى ورکولو دکارتونو په ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي. خو د انتخاباتو دخپلواک کميسون ويندوى وايي چې يواځې دغزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې دغه مرکز فعال نه دى، په ټولو ولسواليوکې د راى ورکولو دنوم ليکنې مرکزونه لرو.
دغه راز د انتخاباتو دخپلواک کميسون مسوولين وايي: په هيوادکې له نا امنيو وروسته د انتخاباتو له بهيرڅخه د راتلوونکي کال د انتخاباتو په وړاندې د خلکو د پوهاوي دکچې تيټ والى يو چلنج دى، خو هغوى په دې باور دي چې رسنۍ کولاى شي ددغې ستونزې له حل سره مرسته وکړي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسون د دارلانشا رييس ضياالحق امرخيل پرون په يوه غونډه کې د انتخاباتو د قوانينو په باب دخبرو په مقصد د ديموکراسۍ انترنشنل د دفتر له خوا د ملي او نړيوالو رسنيو په ګډون په کابل کې جوړه شوې ده؛ وويل : رسنۍ يو ستر مسووليت په غاړه لري او بايد دغه مسووليتونه په ښه ډول سرته ورسوي. نه دکوم مشخص کانديدپه ګټه کمپاين وکړي او نه هم دکوم کانديد پرخلاف خپرونې وکړي .
ده وويل: دانتخاباتو دخپلواک کميسون د رسنيو، مدني ټولنې سياسي ګوندونو او دخلکو له همکارۍ پرته نه شي کولاى شفاف انتخابات ترسره کړي .
په همدې حال کې داسې انتقادونه شته چې يو شمير کورني رسنۍ د خپلو سياسي او ګوندي تړلتياوو په دليل نه شي کولاى په رسانه يي ژمنو عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته