ورزش

دفراه ولايت ورزشي لوبغالي پرانستل شو

دفراه ولايت ورزشي لوبغالي نن دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو دوزيرله خوا پرانستل شو.

دالمپيک دملي کميټې درسنيو مسوول عارف پيمان دفراه له ولايت څخه دباخترداطلاعاتي اژانس له خبريال سره په يوه تيلفوني اړيکه کې  وويل دغه لوبغالي دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دچارو وزارت له  خوا دسلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په اوولس جريبه ځمکه کې جوړشوى دى چې اتلس زره تنه ننداره کوونکي پکي ځاييږي.

دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دچارو وزيرضراراحمدمقبل ددغه لوبغاړلي دپرانستلو په وخت کې وويل دخوشحالي ځاى دي چى ددغه شان ورزشي تاسيساتو جوړول  ځوانانو ته سالمي زميني برابروي .

دلوبغالي دپرانستلو په غونډه کې دالمپيک دملي کميټي  مرستيال دفراه  والي او دورزش يوشمير مينه والو ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته