ورزش

جمهوررئیس غني د کرکټ د شپږیزې لیګ د ټیمونو له روزونکو، مبصرینو او لوبغاړو سره وکتل

کابل/ باختر د وږي د مياشتې ٢٥مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کرکټ د شپږیزې لیګ د ټیمونو له روزونکو، مبصرینو او لوبغاړو سره چې سیالۍ یې په کابل ښار کې دوام لري، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کرکټ بورډ لوى رئیس عاطف مشعل خبرې وکړې او کرکټ ته د دولت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه یې وکړه او ويې ویل: په تېرو اتو میاشتو کې مو په کرکټ بورډ کې اساسي پالیسۍ جوړې کړې او د کرکټ له نړيوالې شورا ((ICC سره زموږ اړیکې پیاوړې شوې او د هغوی بشپړغړیتوب مو ترلاسه کړی او تصویب شوې پالیسي او اساسنامه لرو.
هغه زیاته کړه، له ژمنې سره سم مو خصوصي سکتور په کرکټ کې دخیل کړی او د کرکټ شپږیزې لیګ د ترسره کېدو لپاره شپږ کمپنیو۱۲۵میلیون افغانۍ پانګونه کړې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان غوره لیګ په نوم په دُبى کې بل لیګ پیل شي چې په هغه کې به زیات شمېر بهرني لوبغاړي له موږ سره ولوبېږي.
مشعل څرګنده کړه: یاد غوره لیګ به تر راتلوونکو څلورو کلونو پورې ۸۰ میلیون ډالر عواید ولري او هڅه کوو چې کرکټ بورډ په اساسي ډول پیاوړی کړو او د ادارې او د کرکټ ملي ټیم ترمنځ واټنونه لمنځه یوسو.
وروسته د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي خبرې وکړې او ويې ویل، د کرکټ شپږیزه لیګ چې اوس یې سیالي په کابل کې دوام لري، له پنځو کلونو راهیسې هر کال ترسره کېږي او د سږ کال په لوبو کې ۳۰ تنه بهرنيو لوبغاړو، روزونکو او مبصرینو ګډون کړی.
وروسته د زېمبابوې کرکټ ملي ټیم مخکیني روزونکي او د کرکټ نړيوال مبصر الستر کمبیل وویل، زه ډېر خوښ یم چې په دغو سیالیو کې ګډون کوم او موږ د دې لپاره چې وښیو ستاسو تر څنګ یوو، افغانستان ته راغلی یوو.
الستر کمبیل دې ته په ټینګارچې د کرکټ غوره لیګ سیالۍ به تر پایه دوام ومومي زیاته کړه، د درې ورځې مخکې تروریستي پېښې څخه موږ درک کړه چې د افغانستان خلک له کرکټ سره څومره مینه لري او څه صبر او استقامت لري.
هغه وویل، زه په ۱۹۹۲ کې د  زېمبابوې د کرکټ ملي ټیم روزونکی وم، زموږ خلک دغه ورزش ته خاص جذبه او احساسات درلودل، خو اوس کرکټ ته د افغانستان د خلکو جذبې، احساساتو او ملاتړ حیران کړی یم.
وروسته د زېمبابوې هېواد بین المللي لوبغاړي سکندر رضا خبرې وکړې او ويې ویل، خوښ یم چې افغانستان ته راغلی یم، زموږ موخه دا ده چې د کرکټ ورزش سره ستاسو د لیوالتیا او په افغانستان کې د سولې  د راتلو په خاطر ستاسو ترڅنګ و اوسوو.
هغه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه، چې د یادو سیالیو د امنیت تامین او په ارامه فضا کې د سیالیو ترسره کېدو لپاره هڅه کوي.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته، د کرکټ بورډ پیوستون او یووالي څخه په مننې وویل، تاسې د ورزش د ژبې استازیتوب کوئ او د دې زړوړتیا لرئ چې له دغه ورزش څخه په استفادې، خپل خلک له پخوا زیات متحد او یوځای کړئ. هغه د حکومت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب په یادو سیالیوکې د بهرنیو لوبغاړو، روزونکو او مبصرینو د ګډون مننه وکړه
جمهوررئیس د هېواد د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل،  تاسو په نړۍ کې د افغانستان نوم لوړ کړ. هغه زیاته کړه ، پخوا لږ خلک له کرکټ سره بلد وو، خو اوس یې ټول خلک پېژني،  مینه ورسره لري او په یوه غږ یې ملاتړ کوي.
هغه څرګنده کړه، د هېواد د کرکټ ملي ټیم د لوبغاړو د زحمتونو او هڅو له امله دا لوبه په افغانستان کې مشهوره شوې او خلک یې په مثبتو احساساتو ملاتړ کوي.
جمهوررئیس غني په کرکټ کې د خصوصي سکتور د ونډې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کرکټ ورزش د لا زیاتې ودې او پیاوړتیا لپاره باید خنډونه او ستونزې لرې شي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته