سیاست

دډاډ کيرنې پيغام .

کابل باختر دليندى  نولسمه :
دپاکستان په شمال لويديځ کې ددغه هېواد دنړيوالو هوايي کرښو ديوې الوتکې درا غورځيدو په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام
دافغانستان اسلامي جمهوريت دخيبر پښتونخوا ايالت په حويليان سيمه کې دپاکستان دنړيوالو هوايي  کرښو دالوتکې راغورځيدو په اړوند چې ددغه هېواد داته څلويښتو تنو اتباعو دوژل کيدوسبب شوه خواشيني څرګندوي او دپاکستان خلکو ته د ډاډ ګيرنې او همدردۍ  مراتب څرګندوي
دافغانستان داسلامي جمهوريت خلک ددغې زړه بوږ نوونکې پيښې له امله خواشيني دي او له هغو کورنيو سره دغمشريکي  دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې چې خپل عزيزان يې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي دي ددغې پيښې قربانيانو ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفردوس  جنت هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته