کابل/دغبرګولي ۹/ باختر
دعامې روغتیا وزارت اعلام کړی دی چې په ۲۴ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۹۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي .
دعامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کرونا ۲۵ ناروغان مړه شول او ۹۲۹ نوي ناروغان وپېژندل شول .
دعامې روغتیا وزارت ویلي دي چې دغه پایله ، په کرونا د درې زره۳۶۸مشکوک پېښې تر لاسه شوي دي.
د نویو شمېرنو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۱زره۶۹۰تنو ته رسېدلي دي .چې له دوی څخه دوه زره ۹۴۴تنه مړه شوي دغه راز ۵۷ زره تنه نور روغ شوي دي.
دعامې روغتیا وزارت دهېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس د دریمې څپې د مدیریت په خاطر ښوونځي،پوهنتونونه،او کورسونه، رخصت اعلام کړی دی.
پای شکریه
0 1 دقیقه لوستل