امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 کابل باختردزمري دمياشت١٣نيټه :
درې تنه وسله وال  طالبان په فراه ولايت کې دهوايي ځواکونوپه بريدکې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باخترآژانس ته وويل چې يوشمير وسله وال طالبان دفراه ولايت دبکواه ولسوالۍ په پلوشې کلي کې راټول شوي وو او ددغې ولسوالۍ په امنيتي پوستو يې د بريد نيت درلود چې دهېواد دهوايي ځواکونوله خوا پرې هوايي بريد وشو چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې:
يو وسله وال طالب تېره شپه د فراه ښار په مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونو سره په  نښته کې ووژل شو او دې تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته