امنیت

دبادغيس په هوايي ډګر د توغندي د توغولو مخه ونيول شوه

کابل باختر د وري پنځمه :
پوليسو د بادغيس په هوايي ډګر د يوه توغندي د توغولو مخه ونيوله .
دغه توغندي د وسله والوطالبانوله خوا د بادغيس په هوايي ډګر د توغولو په مقصد د دغه ولايت د جوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې عيار شوى و چې  تېره شپه د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاى شو .
د بادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالقيوم انګار دباخترآژانس خبريال ته وويل: طالبانو د دغه توغندي په توغولو سره غوښتل د انتخاباتو پاڼو او د نوروتوکو د ليږلونې مخه ونيسي.
ده وويل: د پوليسوځواکونو دغه توغندي کشف او شنډکړ او د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته