امنیت

د طالبانو يو مشهور قوماندان په لوګرکې ووژل شو

کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
د لوګر ولايت دملي امنيت د ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې يومشهور قوماندان ووژل شو.
د لوګر ولايت د مقام له خوا په يوه خپره شوې مطبوعاتي اعلاميې کې ويل شوي دي چې د تيرې شپې د اوو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخواکې د ملي امنيت ځواکونو د لوګر ولايت په مرکز التمور پورې اړوند په سروان خيلو سيمه کې خاص عمليات ترسره کړل چې له امله يې د نياز محمد په نامه د وسله والو طالبانو د ډلې يومشهور قوماندان ووژل شو او ددغه قوماندان شپږ تنه افراد ونيول شول .
د يادونې وړ ده چې نياز محمد د يوې پنځه ويشت کسيزې  ډلې مخالفينو رهبري په غاړه لرله او له دوى څخه د شپې له خوا يو دوربين، درې لاسي بمونه او يوکلاشينکوف ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي چې تېره اوونۍ د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې  پنځه تنه وسله وال مخالفين نيول شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته