کابل/ د وږي ۱۸مه / باختر
په پکتیا کې پرون د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله د یوې مدرسې ۱۳ زده کوونکي ټپیان شول.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وویل: د پکتیا د ځاځي آریوب ولسوالۍ په شاه محمود کلي کې د وسله والو طالبانو د هاوان د يوې ګولۍ د لګيدو له امله ۱۳ زده کوونکي چې عمرونه یې له ۱۰ کلونو زیات نه وو، ټپیان شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي: وسله والو طالبانو غوښتل د هاوان دغه ګولۍ پر يو پوځي مرکز وتوغوي، خو پر ځای یې په يوه مدرسه ولګيده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ