خبرونهاقتصاد

د١٤٠٠مالي کال د بودجې دويمه مسوده ملي شورا ته واستول شوه

۲۶- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د ١٤٠٠ ملي کال د بودجې دويمه مسوده د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې په وروستۍ غونډه کې له تصويب وروسته نن ملي شورا ته واستول شوه.
د ماليې وزارت وياند په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ١٤٠٠ مالي کال بودجه په مجموعي ډول ٤٧٣میليارده افغانۍ ده چې له دې جملې څخه ٣١١میليارده افغانۍ عادي بودجه او پاتې يې پرمختيايي بودجه ده.
د ماليې وزارت هيله څرګنده کړې ده چې ملي شورا د بودجې دويمه مسوده ډېر ژر تصويب کړي چې د دولت د پرمختيايي او عادي چارو په ترسره کولو کې نيمګړتيا رامنځته نه شي.
د ملي شورا ولسي جرګې د ١٤٠٠ مالي کال د بودجې لومړۍ مسوده په خپله يوه غونډه کې رده کړې وه چې دغه موضوع د حکومت او ملي شورا ترمنځ د يو ډول تشنج د رامنځته کېدو سبب هم شوه.
د افغانستان جمهوررييس محمد اشرف غني په جلال آباد ښار کې په خپله وينا کې د ولسي جرګې پر غړو انتقاد وکړ او ويې ويل چې هغوى غواړي داسې پروژې په بودجه کې شاملې کړي چې د هغو په اړه هېڅ راز څېړنه نه ده شوې.
د افغانستان خلک په تېره بيا د حکومت کارکوونکي د ١٤٠٠ مالي کال بودجې د ډېر ژر تصويب غوښتنه کوي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته