امنیت

چارواکي: په قندهار کې لس ځانمرګي ووژل شول

کابل/ د وري ۱۴ مه/ باختر
افغان ځواکونو د قندهار د ارغنداب ولسوالۍ د ده لاهور او تابین ترمنځ سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک زغروال ټانګ په نښه کړی دی.
د قندهار د امنیت آمر غورځنګ آپریدی وايي چې نن سهار افغان هوايي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ د ده لاهور او تابین ترمنځ سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک یو زغروال ټانګ په نښنه کړی چې په پایله کې يې ۱۰ ځانمرګي وژل شوي دي.
د چاودنې غږ په قندهار ښار کې هم اورېدل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته