امنیت

په کاپيسا کې د کانکور د آزموينې په بهيرکې د نښتې له امله پنځه تنه ټپيان شول

کابل – باختر دليندۍدمياشتې ٢٨
په کاپيسا ولايت کې د کانکور د آزموينې د اخستلو په بهيرکې د وسله والې نښتې له امله پنځه تنه ټپيان شول .
جګړه پرون هغه وخت پيل شوه چې امنيتي ځواکونو د آزموينې صحنې ته د کاپيسا د ولايتي شورا د يوه غړي د ساتوونکو د ننوتلو مخه ونيوله.
امنيتي ځواکونو له محفوظ صافي څخه غوښتي و چې له خپلو ساتوونکو پرته په البيروني پوهنتون کې د کانکور د آزموينې د اخستلو بهير وګوري، خو دغه غوښتنه د دواړو لورو ترمنځ د جګړې سبب شوه.
د کاپيسا ولايت يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې د کاپيسا د ولايتي شورا د غړى محفوظ صافى پنځه تنه ساتوونکي او پوليسان ټپيان شول.
په همدې حال کې د کاپيسا سيمه ييز مسوولين وايي چې په دې باب يې څيړنې پيل کړې دې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته