کابل باختر د چنګاښ شلمه :
په کندز ولايت کې يو ماين جوړونکى تېره شپه د خپل جوړکړى شوي ماين قرباني شو .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر غړي هجرت الله اکبري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دطالبانو په ډلې پورې اړوند يو ماين جوړونکى نعمت الله چې د دشت ارچي ولسوالۍ په ملا قلي ساحه کې يې د ماين ښخولو نيت درلود؛ ماين وچاوديد او دى يې وواژه.
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې د ماين جوړونکى يو بل همکار هم تپي شوى دى .
11 د یوې دقیقې څخه لږ