سیاست

انجينیر محمد خان : په سوله کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو ونډه اړینه او ضروري ده

مرمرینه ماڼۍ باختر – د ثور ۱۵  :
دغه خبره د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان په هغې ناسته کې چې نن له  ډاکټر فاروق اعظم سره د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې   ترسره شوه ، وکړه.
په دې کتنه کې د هېواد په امنیتي او سیاسي وضعیت او په شته ستونزو او د هغو د حل په لارو تفصیلي خبرې اترې وشوې او په هېواد کې د روان وضعیت د ښه والي لپاره په هڅو ټینګار وشو.
ډاکټر اعظم په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه ،چې د ملي یووالي حکومت او خلک باید لاسونه سره یو کړي ، د سولې او امنیت لپاره خپلې هڅې ونه سپموي اوهڅه وکړي تر څو په هېواد کې یو سرتاسري سوله رامنځته شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال ښاغلي انجینیر محمدخان په خپلو خبرو کې د سولې پر روانو هڅو رڼا واچوله او زیاته يې کړه ،چې د ملي یووالي حکومت به له خپلې ژمنې سره سم هڅه وکړي ترڅو روان ناورین د سولې له   لارې حل کړي.
لومړي مرستيال له خلکو وغوښتل تر څو د سولې او ټیکاو په رامنځته کېدو کې د ملي یووالي له حکومت سره اوږه په اوږه ودریږي او د سولې په روانه پروسه کې یې د قومي مشرانو او دیني عالمانو ونډه له ارزښته ډکه او مهمه  وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته