امنیت

پوليسو دقرغې دکلي پنځه تنه اوسيدونکي ديوې لور او پلار دوهلو او ډبولو په تور ونيول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دسرپل ولايت پوليسو ددغه ولايت د بلخاب په ولسوالۍ کې ديوې لور او پلار د ډبولو په اړوند پنځه تنه ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دغه لور او پلار دسرپل ولايت دبلخاب د ولسوالۍ دقرغې دکلي د يو شمير اوسيدونکو له خوا ډبول شوي دي چې يو تن فال کتوونکي دغه دوه تنه ديوه کور د مالونو غله وبلل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د رارسيدلو خبرونو له مخې د روان کال د زمري دمياشتې په څوارلسمه نيټه دبلخاب ولسوالۍ قرغي دکلي ديو اوسيدونکي کور لوټ کړل شو او د کور خاوند دغلو دپيژندنې لپاره فال کتوونکي ته مراجعه وکړه او کله چې دفال کتوونکي دکلي يو اوسيدونکي دغله په توګه معرفي کړ دکلي اوسيدونکو دغه سړى له ځوانې لور سره يې په بې رحمانه ډول په عام محضر کې وډباوه.
دکورنيو چارو وزارت مشرتابه دسرپل ولايت دپوليسو مسوولينو ته په جدي توګه امر کړى دى چې موضوع وڅيړي او ددغې پيښې عاملين ونيسي او له تحقيق وروسته يې عدلي مراجعو ته معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته