څلور ټيمونه دهرات ولايت دولسواليو جام دفوټبال سياليو وروستي پړاوته لاره وموندله .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو ټيمونو کې دغوريانو ، زنده جان ، کشک کهنه او کهسان دولسواليو ټيمونه شامل دي .
خبرځاى زياته کړه په هغې لوبه کې چې نن مازيګر اوسبا ددغو ټيمونو ترمنځ کيږي دوه ټيمونه وروستي پړاو ته لاره مومي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه سيالۍ دشپاړسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي و .