امنیت

يوځانمرګى يرغلګر په غزني د اردو د ځواکونو په قرارګاه له بريد مخکې ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
يو ځانمرګى يرغلګر چې غوښتل په غزني ولايت کې د اردو د ځواکونو په قرارګاه بريد وکړي؛ د افغان ځواکونو له خوا ووژل شو.
دغه پيښه نن سهار د شپږوبجو په شاوخواکې د مقر ولسوالۍ د قلعه خيلو په سيمه کې هغه وخت وشوه چې يوځانمرګى يرغلګر غوښتل ځان د اردو د پوځيانو قرارګاه ته ورسوي.
ويل کيږي د افغان سرتيرو د ډزو په بهيرکې د دغه ځانمرګى غوښتل ځان د اردو منسوب معرفي کړي او له دې لارې د پوځيانو قرارګاه ته ننوځي چې د امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شو او ووژل شو.
دچاودنې له امله ځانمرګى يرغلګر ټوتې توتې شوې او د پيژندلو وړ نه دى.
دمقر ولسوال وسله وال طالبان ددغه ناکامه بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې د سازمان ورکوونکو د پيژندلو او نيولولپاره هڅې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته