کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ، لسګونه بنديان د قندهار له جېل څخه آزاد شول.
د دغو بنديانو خلاصون د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د جمهوري رياست د فرمان له مخې ترسره شوى دى.
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې ٣١ بنديان له جېل څخه آزاد شول.
تراوسه د قندهار له جېل څخه ١٣٩ بنديان د هېواد د جمهوررييس د فرمان پر بنسټ آزاد شوي دي .
د قندهار د والي مرستيال وايي چې دغه بهير دوام لر.
ختم- ج -اکرم