کابل باختر د وږي د مياشتې ١٥ :
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان دسرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو نن د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او د انتخاباتي اصلاحاتو دبهير اودهغه تقنيني فرمان په باب خبرې وکړې چې په دې اړوند به د جمهور رئيس له خوا صادر شي.
د جمهور رئيس دويم مرستيال په دې کتنه کې وويل: د انتخاباتي اصلاحاتو په باب د جمهور رئيس تقنيني فرمان چمتو شوى دى او د افغانستان د انتخاباتو اصلاح شوى قانون به د دغه فرمان په ترڅ کې توشيح شي، خو هلې ځلي کوو چې دغه قانون په داسې ډول اصلاح شي چې د ټولو رضايت له ځان سره ولري.
ده ټينګار وکړ: تراوسه پورې دانتخاباتو دقانون دځينو مادو او دغه راز د جمهور رئيس دتقنيني فرمان په باب جدي سلامشورې روانې دي چې په راتلوونکو ساعتونو کې به بشپړ شي .
په دې کتنه کې دغه راز د ملګرو ملتود سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ياماموتو د هېواد د سياسي بهيرونو په تېره بيا د انتخاباتي اصلاحاتو په بهير کې د جمهوررئيس د مرستيال د رغنده هڅو له امله په قدردانۍ سره وويل: (( ملګري ملتونه هڅه او هاند کوي چې د افغانستان د سياسي اړخونو او دغه راز ددغه هېواد خلکو له خواټولې نظريې او وړانديزونه په نوي قانون کې منعکس شي. ))
0 1 دقیقه لوستل