کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
د غزني ولايت په دريو ولسواليو د طالبانو بريدونه شنډکړاى شوي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ؛ دطالبانوپه ډ لې پورې تړلو وسله والو کسانو تېره شپه د يوې بجې په شاوخوا کې د زنه خان ، اندړو او جغتو په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونوپه پوستو په يووخت کې يرغليز بريدونه وکړل چې دهېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او د سر دروندزيان ورته واوښت.
په دغو جګړو کې د غزني و لايت په اندړو ولسوالۍ کې ١٥ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او ٥ تنه نورټپيان شول.
دزنه خان په ولسوالۍ کې ٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
په ګيلان ولسوالۍ کې پنځه تنه ډاراچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول اوپه جغتو ولسوالۍ کې ٤ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او ٣تنه نور ټپيان شول.
په دې جګړو کې د دښمن يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي اودفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي او اوس حالات دامنيتي او دفاعي ځواکونو ترکنترول لاندې دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل